IQNA

له ټویټره د افراطي هندوانو  اسلام ضد کارټونونه حذف شول

15:41 - February 21, 2022
د خبر لمبر: 3485443
تهران (ایکنا) –توټيټر چینل د هندوستان د واکمن ګوند بي جې پي  دګجرات صوبې د څانګې  هغه سپکاوی کونکی پسټ چې له مسلمانانو پورې د تړلی ترهه ګرۍ د دوسیې په باب  جنجالی کارټونونه  ښئ ، حذف کړ.

ایکناخبری اژانس د سکرال (Scroll ) له قوله راپور راکړ ،   دغه کارټون یو شمیر ږیره لرونکي  کسان بریښوي ، چې  پر ککریو  یا سرونو باندې ئې ټوپي دي او  په رسۍ پورې ځوړند شوي دي . او په زمینې کې ئې په ۲۰۰۸کال کې د  احمد آباد سیمې د چاودنې صحنه   انځور شوې ده .

 ددغه پُسټ په توضیح کې  راغلی دي، ؛  Satyamev Jayate  حقیقت په ځان له سر بریالی کیږي؛  یعني د  ترور دعاملانو لپاره  رحم پکار نه دی .

اوس دغه ټویټ د  پلیټ فارم د قوانینو د خلاف ورزۍ په دلیل حذف شوی دی .

د ګجرات د بي جې پي  ګوند ویندوي پاګنش دیو وئيلی دي ، چې دغه ټویټ د د محکمې د فیصلې په ځواب کې  لیږدول شوی دی .   په ۲۰۰۸کال کې د پرله پسې چاودنو  له حکم سره اړونده پُسټ ،د  کارونکو له خوا ئې  له راپور کیدا ورسوته د ټویټټر په وسیله حذف شو .

دیو ادعا کړې دغه  کارټون (د ګوندله خوا) دخبري چینلونو او  ورځپاڼو د راپورونو په اساس پلان  شوی او د ټولنې د هیڅ یوې برخې د ټارګټ کولو هیڅ نیّت  نه لري .

 له دې ټولو سره دغه پُسټ  په فیس بوک  کې هم خپور شوی او هغه کسان چې پرې ئې اعتراض کړی ؤ ،له دغه چینل او پيلیټ فارمه ئې هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی چې په کې اعلان شوي دي ؛ دغه کارټون ددغه پلیټ فارم سټنډرډونو خلاف ورزي نه کوي::دغه پُسټ په  اینسټاګرام کې هم خپور شوی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4037737

captcha